د تکواندو دوو ملی لوبغاړو د پاکستان په آزادو سیالیو کې د سپینو زرو مډالونه وګټل

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تکواندو دوو ملی لوبغاړو د پاکستان په آزادو سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډالونه وګټل.
د تکواندو فدراسیون مسوولینو ویلی، چې حکمت الله زین په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې له پاکستان او قزاقستان څخه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او امید سهاک په ۷۴ کیلو ګرامه کې د اردنی، پاکستانی او قزاقستانی لوبغاړو پر وړاندې بریا خپله کړه.
د ۲۳ هېوادونو د تکواندو لوبغاړو ترمنځ د G2 تر نامه لاندې د تکواندو د سیالیو دغه پنځم پړاو په پاکستان کې ترسره شو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.