کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسؤولینو ویلی، چې په وروستیو څلورو ورځو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۹ کسانو خپل ژوند بایللی او اووه نور ټپیان شوی دی.
د دغه وزارت ویاند وایی، په دغو سېلابونو کې ۷۳ کورونه نیم او په بشپړ ډول وران شوی او ۲ زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
دغه راز، په وروستیو ورځو کې د سېلابونو له امله یو شمېر زیانمنې شوې کورنۍ وایی، چې د سرپرست حکومت او نړیوالو بنسټونو لخوا ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکی وایی، په ۳۲ ولایتونو کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او تراوسه پر ۲۵ زره ۳۹۸ کورنیو مرستې وېشل شوې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ