د تېرو کلونو په پرتله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی
بهشته ارغند
د نی یا د افغانستان د آزادو رسنیو ملاټر بنسټ اجریيوي رئیس مجیب خلوتګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله اوس مهال د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی او دده په خبره لامل یې هم د نا امنۍ پراخېدو څپه ده.
خلوتګر وویل چې د دوی د موندنو پر بنسټ اوس مهال د نا امنۍ له امله په اوو ولایتونو کې بېخي ښځینه خبرلایانې نه شته.
نوموړی وايي چې پر نا امنيو سر بېره فرهنګي ستونزې، غلط باورونه، د ښځینو خبریالانو د استعداد نا سمه انګېرنه او تبعیض د دې لامل شوی چې په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شي.
د خلوتګر په وینا ډېرۍ رسنۍ له دې امله هم ښځینه خبریالانې په دنده نه ګوماري چې ښځینه خبریالانې له لېرو پرتو سمیو نشي کولای راپورونه جوړ کړي.
د نوموړي په وینا د ښځینه خبریالانو د شمېر د لوړوالي په موخه حکومت باید په رسنیو کې ځیني بستونه ښځو ته ځانګړي کړي.
دی وايي د دې ترڅنګ باید ښځینه خبریالانې په سازمانو کې د شته ستونزو پر وړاندې خپل غږ پورته او خپل حق وغواړي ترڅو خنډونه لېرې او دوی وکولای شي خپلو دندو ته دوام ورکړي.
همدا راز د افغان خبریالانو د خوندیتوب کميټې د جندر مسؤوله وحیده فیضي په دې اړه وایي چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ناامني ډېره لویه ستونزه ګڼل کېږي، چې د دوی کار او ژوند ته ګواښ پېښوي.
نوموړې وایي چې په ډېرو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ګومارلو شرایط د نارینو په پرتله ډېر سخت او له ننګونو ډګ دي.
وحیده فیضي زیاتوي چې ددې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټيټه شوې ده او په دې کال کې د تاوتریخوالي ډېرې قضیې د حکومتي سرچینو پر وړاندې ثبت شوې دي.
مېرمن فیضي ټینګار وکړ چې حکومت په تېره بیا د اطلاعاتو کلتور وزارت باید پر رسنیو فشار راوړي او هغه شرایط چې د مېرمنو د ګومارنې پر وړاندې ننګوونکي وي، له منځه یوسي تر څو زیاتو ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د دندې پیدا کیدو زمینه برابره شي.
د دې تر څنګ د زن ټلویزیون د سیاسي خپرونو ویانده خالده رشید بیا وایي چې د نا امنۍ تر څنګ کم امتیازات، تاو تریخوالی، نه خوندیتوب، تر فشار لاندې دنده پرېښودل، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، غیر متناسب چلند او تبعیض د ښځینه خبریالانو پر وړاندې اړینې ستونزې دي.
مېرمن رشید وايي چې د نا امنۍ له امله د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ښځینه خبریالانې نه شته او دا خپله د تاوتریخوالي یوه نښه ده.
نوموړې زیاته کړه که چېرې په ولایتونو کې ښځینه خبریالانې نه وي نو د مېرمنو غږ ټپ او له ستونزو څخه یې هېڅوک نه خبریږي، ځکه نو د تاوتریخوالي کچه په خپله لوړیږي.
د مېرمن رشید په وینا باید حکومت او د خبریالانو ملاټرکوونکي سازمانونه، په دې تړاو د معیاري قراردادونو جوړلو، د تبعیض له منځه وړلو، د مساوي حقونو د برابرولو، د مساوي کاري فرصتونو برابرولو او د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د پېښو څېړلو او د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې لاس په کار شي تر څو شته ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د راپور له مخې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو په وړاندې ۱۰۵ د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوې دي، چې د تېر زېږدیز کال په پرتله د تاوتریخوالي کچه ټیټه ښکاروي.
همدا راز تېر کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په حکومت او ورپسې په دوهمه درجه په طالبانو او په دریېمه کټګوري کې بیا د نامعلومو وسلوالو پر خلاف ثبت شوې دي چې له دې ډلې پنځه خبریالان او د رسنیو کاروکوونکي وژل شوي دي.