د تېرو کلونو په پرتله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی

د تېرو کلونو په پرتله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی

بهشته ارغند

د نی یا د افغانستان د آزادو رسنیو ملاټر بنسټ اجرییوی رئیس مجیب خلوتګر وایی چې د تېرو کلونو په پرتله اوس مهال د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی او دده په خبره لامل یې هم د نا امنۍ پراخېدو څپه ده.

خلوتګر وویل چې د دوی د موندنو پر بنسټ اوس مهال د نا امنۍ له امله په اوو ولایتونو کې بېخی ښځینه خبرلایانې نه شته.

نوموړی وایی چې پر نا امنیو سر بېره فرهنګی ستونزې، غلط باورونه، د ښځینو خبریالانو د استعداد نا سمه انګېرنه او تبعیض د دې لامل شوی چې په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شی.

د خلوتګر په وینا ډېرۍ رسنۍ له دې امله هم ښځینه خبریالانې په دنده نه ګوماری چې ښځینه خبریالانې له لېرو پرتو سمیو نشی کولای راپورونه جوړ کړی.

د نوموړی په وینا د ښځینه خبریالانو د شمېر د لوړوالی په موخه حکومت باید په رسنیو کې ځینی بستونه ښځو ته ځانګړی کړی.

دی وایی د دې ترڅنګ باید ښځینه خبریالانې په سازمانو کې د شته ستونزو پر وړاندې خپل غږ پورته او خپل حق وغواړی ترڅو خنډونه لېرې او دوی وکولای شی خپلو دندو ته دوام ورکړی.

همدا راز د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د جندر مسؤوله وحیده فیضی په دې اړه وایی چې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ناامنی ډېره لویه ستونزه ګڼل کېږی، چې د دوی کار او ژوند ته ګواښ پېښوی.

نوموړې وایی چې په ډېرو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ګومارلو شرایط د نارینو په پرتله ډېر سخت او له ننګونو ډګ دی.

وحیده فیضی زیاتوی چې ددې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی کچه ټیټه شوې ده او په دې کال کې د تاوتریخوالی ډېرې قضیې د حکومتی سرچینو پر وړاندې ثبت شوې دی.

مېرمن فیضی ټینګار وکړ چې حکومت په تېره بیا د اطلاعاتو کلتور وزارت باید پر رسنیو فشار راوړی او هغه شرایط چې د مېرمنو د ګومارنې پر وړاندې ننګوونکی وی، له منځه یوسی تر څو زیاتو ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د دندې پیدا کیدو زمینه برابره شی.

د دې تر څنګ د زن ټلویزیون د سیاسی خپرونو ویانده خالده رشید بیا وایی چې د نا امنۍ تر څنګ کم امتیازات، تاو تریخوالی، نه خوندیتوب، تر فشار لاندې دنده پرېښودل، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، غیر متناسب چلند او تبعیض د ښځینه خبریالانو پر وړاندې اړینې ستونزې دی.

مېرمن رشید وایی چې د نا امنۍ له امله د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ښځینه خبریالانې نه شته او دا خپله د تاوتریخوالی یوه نښه ده.

نوموړې زیاته کړه که چېرې په ولایتونو کې ښځینه خبریالانې نه وی نو د مېرمنو غږ ټپ او له ستونزو څخه یې هېڅوک نه خبریږی، ځکه نو د تاوتریخوالی کچه په خپله لوړیږی.

د مېرمن رشید په وینا باید حکومت او د خبریالانو ملاټرکوونکی سازمانونه، په دې تړاو د معیاری قراردادونو جوړلو، د تبعیض له منځه وړلو، د مساوی حقونو د برابرولو، د مساوی کاری فرصتونو برابرولو او د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی د پېښو څېړلو او د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې لاس په کار شی تر څو شته ستونزې حل شی.

د یادونې وړ ده چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د راپور له مخې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو په وړاندې ‍۱۰۵ د تاوتریخوالی قضیې ثبت شوې دی، چې د تېر زېږدیز کال په پرتله  د تاوتریخوالی کچه ټیټه ښکاروی.

همدا راز تېر کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ډېرې پېښې په حکومت او ورپسې په دوهمه درجه په طالبانو او په دریېمه کټګوری کې بیا د نامعلومو وسلوالو پر خلاف ثبت شوې دی چې له دې ډلې پنځه خبریالان او د رسنیو کاروکوونکی وژل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.