کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۶ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایی، دغه اندازه صادرات یوازې پاکستان سره شوی دی.
د خصوصی سکټور غړی وایی، چې د دې صادراتو ډېره برخه وچه مېوه، غالۍ، قیمتی او نیمه قیمتی ډبرې جوړوی.
دوی زیاتوی چې ورځ تر بلې د هېواد صادرات د پراختیا په حال کې دی.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، چې په روان کال کې له پاکستان سره سوداګری او د صادراتو بهیر په منظم ډول پر مخ روانه دی.
دوی زیاتوی چې د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادی فعالیتونو د پراختیا لپاره دې هڅې ګړندۍ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ