کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲ نېټه):
تېره شپه شل دقیقې د پاسه نهه بجې یوې اوږدې او زورورې زلزلې د افغانستان، پاکستان، هند او سعودی عربستان په ګډون د نهو هېوادونه سیمې ولړزولې.
د لومړنیو راپورونو له مخې دغې زلزلې یوازې افغانستان او پاکستان کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه کړی او تر سلو زیات یې ژوبل کړې دی.
تر اوسه د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاته مرګ_ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د مرګ_ژوبله په اړه تر اوسه د دوو تنو د مړینې او د ۲۰ نورو د ټپی کېدو پخلی شوی دی.
د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمی بېګاه پر ټویټر لیکلی، چې تر دې دمه روغتیایی مرکزونو ته دوه مړی او ۲۰ ټپیان ور وړل شوی دی، خو څرګنده نه ده چې دغه مرګ ژوبله د افغانستان په کوم ولایت کې ثبت شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ