ابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د ماین پاکۍ ادارې ویلی، په ۲۰۲۴زېږدیز کال کې هره میاشت د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودنو له امله شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
اټکل کیږی چې په ۲۰۲۵م کال کې به هم دا ستونزه دوام ولری او ښایی د قربانیانو شمېر لا نور زیات شی.
بل لور د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) ویلی، افغانستان کې لاهم ۱.۲ میلیونه مترمربع ساحه د ماینونو له خطر سره مخ ده، چې ډېری قربانیان یې ماشومان دی.
د دغو چاودېدونکو توکو له امله د ۲۰۲۲زېږدیز کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۲۴ کال فبرورۍ پورې ۱۴۰۱ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ماین پاکۍ ځینو موسسو د تمویل د نشتوالی له امله خپل فعالیتونه افغانستان کې بند کړی دی
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ