کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د خوراکی توکو نرخونه د تېر کال روژې په پرتله سم نیم راټیټ شوی دی.
د هټیوالو په وینا د تېرې روژې په پرتله یې کاروبار هم د پام وړ غوړېدلی دی.
ولسی وګړی هم دغه ولایت کې د نرخونو په ټیټېدو سره خوښی څرګندوی، خو له مسوولینو څخه غواړی، چې د نرخونو د کنټرول په برخه کې خپلې هلې – ځلې همداسې دوامداره وساتی.
د جلال آباد ښاروالۍ بیا وایی، د احتکار مخنیوی او د نرخونو د کنټرول لپاره یې کمېسیون جوړ کړی، چې پر مټ یې په جدی توګه د نرخونو کنټرول لپاره هلې – ځلې کوی.
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې په داسې مهال د نرخونو د ټیټېدو خبر ورکول کیږی، چې د افغان حکومت رییس الوزرا هم د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت یوه پیغام کې پر ټولو مسوولینو، پانګوالو او شتمنو افغانانو غږ کړی، چې د دغې مبارکې میاشتې په ترڅ کې د بې وزلو، طبیعی پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه د تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ