د تېر کال په پرتله بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۱۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې، په داسې حال کې چې تېر کال همدې موده کې د ۳۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې وه.

د راپور پر بنسټ، د وچې مېوې د صادراتو د پراختیا ادارې ویلی، د وچې مېوې د صادراتو زیاتېدو لپاره اړتیا ده، چې د هوایی دهلېزونو له لارې الوتنې زیاتې شی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چې د افغانستان ډېره مېوه هند او اورپایی هېوادونو ته صادریږی.

د دوی په وینا هڅه کوی، چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.