د تېر کال په پرتله د کابل ښار د هوا ککړتیا کچه کمه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولین د تېر کال په پرتله په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د کچې له کموالی خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولینو ویلی، چې په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا کچه د تېرو کلونو په پرتله په هر متر مکعب کې له ۵ سوه ملی مایکرونو ۲ سوه ملی مایکرونو ته راکمه شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د چاپېریال د ککړتیا د تنظیم او کنټرول مسؤول وایی، د هوا د ککړتیا د زیاتوالی له امله د ځینو پروژو ځنډېدل منفی اغېزې پرېباسی او د دې ننګونې د له‌ منځه وړلو لپاره باید د چاپېریال ساتنې مسله د سرپرست حکومت په لومړیتوبونو کې ځای شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.