ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور ۸مه او د اپرېل ۲۸مه نېټه ده) چې په افغانستان کې د شوروی یرغلګرو له ماتې سره برابره ده.
د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې تړاو په یوه پیغام کې ویلی، چې لا هم د افغانانو په منځ کې په ټول توان سره د ازادۍ احساس موجود دی او په دې برخه کې کلک هوډ او عزم لری څو د خپل دین او هیواد ساتنه وکړی.
مجاهد وویل، هیله من دی چې یرغلګرو هېوادونو د راتلونکی لپاره ډېر درسونه زده کړی وی او نور له افغانستان او خلکو سره یې د دښمنۍ لاره و نه نیسی.
د اسلامی امارت ویاند ویلی چې دوی د هیڅ هیواد په خاوره د یرغل نیت نه لری او له نورو هیوادونو څخه د متقابل درناوی او خوندی ژوند هیله لری.
د اسلامی امارت د ویاند په نننۍ (پنجشنبه د می ۲۸) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې د مې په ۲۷ مه په افغانستان کې کمونستانو کودتا وکړه چې دا کودتا په هېواد کې د «ډېرو بدبختیو، کړاوونو او ناورین پیل» سبب شوه.
گهیځ