معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جبراییل عمر پر مړینې کورنیو چارو وزارت ژوره خواشیني ښودلې

د جبراییل عمر پر مړینې کورنیو چارو وزارت ژوره خواشیني ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت د استرالیايي استاد جبراییل عمر د وفات په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ژوره خواشيني څرګنده کړې.

استرالیايي استاد ټیموټې ویکس چې یو وخت په افغانستان کې بندي و، له خوشي کېدو وروسته په خپله خوښه د اسلام په مقدس دین مشرف شو او خپل نوم یې له ټیموټې ویکس څخه جبراییل عمر ته بدل کړ.

د خبرپاڼې له مخې جبراییل عمر په کابل کې د انګلسې ژبې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.

خبرپاڼه زیاتوي، هغه له افغانستان ډېره مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسېدل غوره ګڼل.

نوموړی له زیاتې مودې راهیسې د سرطان وژونکي ناروغۍ څخه کړېده، چې تېره ورځ کابل کې په خپل هستوګن ځای کې وفات شو.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس