کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت د استرالیایی استاد جبراییل عمر د وفات په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ژوره خواشینی څرګنده کړې.
استرالیایی استاد ټیموټې ویکس چې یو وخت په افغانستان کې بندی و، له خوشی کېدو وروسته په خپله خوښه د اسلام په مقدس دین مشرف شو او خپل نوم یې له ټیموټې ویکس څخه جبراییل عمر ته بدل کړ.
د خبرپاڼې له مخې جبراییل عمر په کابل کې د انګلسې ژبې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.
خبرپاڼه زیاتوی، هغه له افغانستان ډېره مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسېدل غوره ګڼل.
نوموړی له زیاتې مودې راهیسې د سرطان وژونکی ناروغۍ څخه کړېده، چې تېره ورځ کابل کې په خپل هستوګن ځای کې وفات شو.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ