کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جـ.ـهادی ارزښتونو او تاریخ د ژوندی ساتلو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د جـ.ـهادی ارزښتونو د ساتنې عمومی ریاست جوړ شو.
د یاد ریاست چارواکو د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په مشرۍ د دې وزارت د یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې لومړنۍ ناسته وکړه.
سرپرست وزیر په دغه ناسته کې ویلی، چې یاد ریاست به درې مهم فعالیتونه تر سره کوی، چې له سمعی او بصری، جهادی موزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دی.
د نوموړی په وینا د دغه عمومی ریاست د جهادی موزیم برخه به د انګرېزانو، پخوانی شوروی اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوی اثار راټول او یوځای کړی.
خیرخواه د جـ ـهادی ارزښتونو د ساتنې ریاست مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوی، څو دغه ریاست ټاکل شویو موخو ته په ښه ډول ورسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ