د جلال آباد د چکنوریو لېسې له ښوونکو او زده کوونکو څخه په نا قانونه ډول پیسې اخیستل کېږی

د جلال آباد د چکنوریو لېسې له ښوونکو او زده کوونکو څخه په نا قانونه ډول پیسې اخیستل کېږی
راپور/ ساحل اتل
ګهیځ داسې اسناد او شواهد موندلی چې ښکاروی د جلال آباد ښار اړوند د چکنوریو لېسې مدیریت له ښوونکو څخه په غیر قانونی ډول پیسې اخلی.
ګهیځ ته په لاس ورغلی اسناد ښکاروی چې د دې لېسې مدیر تاج الدین چپاو له هغو ښوونکو څخه چې په همدې لېسه کې غواړی له سهار دورې ماسپښین دورې ته ځان تبدیل کړی، یوه اندازه پیسې اخلی.
همدا راز د ګهیځ موندنې ښیی چې د چکنوریو لېسې یو شمېر هغه استادان چې هره ورځ ښوونځی ته نه راځی او غیر حاضری کوی، دوی هم د لېسې مدیر ته یوه اندازه پیسې ورکوی چې په بدل کې یې دغه ښوونکی د لېسې د مدیریت له لورې نه غیرحاضریږی.
د همدې لېسې یو تن ښوونکی د نوم د نه ښودلو په شرط ګهیځ سره په خبرو کې وویل: “دلېسې‌ مدیر د ځینو استادانو څخه پیسې اخلی، ځینې استادان چې مثلا په ماسپښین دوره کې خوشحاله دی، هغوی غواړی چې په هماغه وخت کې پاتې شی، نو دی پیسې ترې اخلی.”
پر دې سربیره د ګهیځ د معلوماتو پر اساس د چکنوریو لېسې له ښوونکو څخه، دوی ته د ښوونکو په ښار ګوټی کې د هستوګنې د نمرې د ورکړې په نامه درې ځله پیسې اخیستل شوې خو د دوی د نمرو مسأله لا هم حل شوې نده.
د یادې لېسې یو تن ښوونکی د نوم د نه ښودلو په شرط په دې اړه ګهیځ ته وویل : “یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې له هر ښوونکی څخه سل سل افغانۍ ټولې شوې، بل وار بیا دوه سوه افغانۍ له هر کس څخه ټولې شوې دی، د ځینو ښوونکو څخه خو لا پنځه سوه افغانۍ هم اخیستل شوې دی.”
دغه ښوونکی همدارنګه زیاتوی چې: “له یادو پیسو څخه یی د هر ښوونکی څخه اخیستل شوې سل افغانۍ د ښوونکو د د هستوګنو نمرو په نامه یوې اتحادیې ته سپارل شوې خو دوه سوه افغانۍ نورې یې د لېسې د مدیریت له لورې غیب شوې دی.”
دا په داسې حال کې ده چې یوازې په وروستی ځل د ۱۰۶ تنو ښوونکو پیسې چې ۳۱۸۰۰ یو دېرش زره او اته سوه افغانۍ کېږی، د ښوونکو اتحادیې ته سپارل شوې دی.
پر دې سر بیره د چکنوریو لېسې ځینی ښوونکی هم له خپلو زده کوونکو څخه د هغوی نتایجو د جوړولو په نامه، له هر زده کوونکی څخه سل سل افغانۍ اخلی، په داسی حال کې چې د ټولګی د نتایجو جوړول د ښوونکو د دندو لایحې له مخی د ښوونکی دنده ده.
له زده کوونکو څخه د نتایجو جوړولو د کانکور آزموینې لپاره د ثبت نام پیسې، نه یوازې د چکنوریو په لېسه، بلکې د ننګرهار په اکثره لېسو کې پداسی حال کې اخیستل کېږی چې د پوهنې وزارت د یوه مکتوب له لارې د ټولو ولایتونو د پوهنې له ریاستونو څخه غوښتنه کړې چې له زده کوونکو څخه باید په دې نومونو پیسې وانخیستل شی.
ګهیځ د پوهنې وزارت د هغه مکتوب کاپی موندلې چې په هغه کې د معارف ریاست په دولتی ښوونځیو کې د اضافه پیسو له اخیستلو منع شوی دی، دغه مکتوب د ۱۳۹۸ لمریز کال د اتمې میاشتې په نهمه نېټه د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست اړوند د تعلیمی نظارت عمومی ریاست ته لېږل شوی دی.
په یاد مکتوب کې لیکل شوی دی چې د تحریراتو عمومی مدیریت څخه مخکې هم د تعلیمی نظارت عمومی ریاست ته سپارښتنه شوې وه چې په دولتی مکاتبو کې له زده کوونکو څخه د نتایجو او د آزموینو د پارچو لپاره پیسې وانخلی.
پر پورته ستونزو سر بیره، د چکنوریو د لېسې یو زده کونکی چې خپل نوم یې نعمت الله یاد کړ، ګهیځ ته وویل چې ددې ځینې استادان هم له هغه زده کوونکو څخه پیسی اخلی چې د تعلیمی کال په ترڅ کې یې غیر حاضری ډېره وی او بیا ددې پیسو په بدل کې هغه زده کوونکی نه محروموی.
رحمت الله په دې اړه وایی: “د ټولګیو نګران استادان له هغو شاګردانو نه پیسې اخلی چې ټول کال په صنف کې غیر حاضر وی، چې کله امتحانونه شی یو دم را پیدا شی بیا نمرې هم له نورو زیاتې اخلی؛ فساد نور څه رقم وی؟.”
همدارنگه د دی ښوونځی څو زده کوونکو له ګهیځ سره په خبرو کې وویل چې په ښوونځی کې یی ستونزې تر دې هم زیاتې دی، دوی وایی د درسونو کیفیت یی سم ندی، په هر ټولګی کې د زده کوونکو شمېر زیات دی، درسی کتابونه نلری او حتی په ښوونځی کې د زده کوونکو د ناستې لپاره فرشونه هم نشته دی.
د ګهیځ خبریال د چکنوریو په لېسه کې د فساد ټول شواهد، د دې لېسې له مدیر تاج الدین چپاو سره شریک کړل، نوموړی دا منی چې د ښوونځی له ښوونکو د نمرو په نوم درې ځله پیسې اخیستل شوې خو دی وایی هر ځل یو رسمی نماینده دغه پیسې ټولې کړی دی او د لېسې مدیریت په دې کې کار نلری.
نوموړی وایی: “یو کس چې ځان مدنی فعال بولی او کوم رسمی جواز هم نلری د ښار د پوهنې مدیریت نه یې مکتوب راوړی او له ښوونکو څخه یې د نمرو لپاره ۳۰۰ درې سوه افغانۍ اخیستی دی.”
پدې توګه د یادې لېسې مدیر له ښوونکو څخه د هغوی د نمرو لوړولو په نامه یا د درسی وخت د بدلولو په نامه د غیر قانونی پیسو له اخیستلو څخه په کلکه انکار کوی او وایی چې د هېڅ ښوونکی څخه یی پیسې ندی اخیستی او وایی چې کوم ښوونکی چې اوس مهال پدې ښوونځی کې اضافه بست دی، ډېر زر به یی د پوهنی ریاست ته ور وپېژنی تر څو نورو ښوونځیوته په خدمتی توګه تبدیل شی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې د دې لېسې مدیریت د زده کوونکو د بایسکیلونو د ساتنې لپاره د هر زده کوونکی څخه لس افغانۍ تر لاسه کوی.
په داسې حال کې چې دغه ښوونځی څلور زره تنه زده کوونکی لری، که داسې وګڼو چې لدې څلور زرو څخه یې ډیره کمه اندازه یعنې ۳۰۰ تنه هغه زده کوونکی دی، چې پر بایسکیل ښوونځی ته راځی، نو له دې لارې هره ورځ درې زره افغانۍ ناقانونه پیسې د لیسې ادارې ته په لاس ورځی چې د میاشتی ۹۰ زره افغانۍ کېږی.
پورته ټول مسایل مو د ننګرهار د پوهنې ریاست له ویاند محمد اصف شینواری سره شریک کړل، نوموړی پدې تړاو وایی چې موږ ته د دې لېسې په اړه تر اوسه کوم شکایت ندی راغلی چې ګواکې د لېسې مدیر دې د ښوونکو څخه پیسې اخلی.
نوموړی وایی د ښوونکو په ښارګوټی کې د پیسو په بدل کې د هستوګنې نمره ورکول، د ښوونکو د خپلې اتحادیې له لوری ترسره کېږی.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند زیاتوی: “ښوونکی خپله یوه ټولنه لری د هرې لېسې یو استازی پکې دی چې ښوونکو خپله رامنځ ته کړې او د پوهنې ریاست پکې رول نلری.”
دی زیاتوی چې: “د معلمانو ښارګوټی یو لړ مصارف لری او د پوهنی ریاست د دې لپاره بودیجه نلری، همدارنګه پوهنې ریاست نه ښوونکی مجبور کړی چې پیسې دې ورکړی، او نه دا ټولنه او د پوهنې ریاست کوم جوړ جای سره لری.”
که څه هم د پوهنې ریاست ویاند پدې ښوونځی کې د فساد په اړه بې خبری ښیی خو وایی چې د دې ټولو مسایلو د حل لپاره به هلته څېړنه وکړی او که چېرې فساد موجود وی، نو په وړاندې به یی قانونی اجرات وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.