د جلال آباد ښاروالۍ له لوری زاړۀ ښار کې د ماسټر پلان پلی کېدو چارې په چټکې سره روانې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وایی، د ماسټر پلان له مخې د جلال آباد زاړۀ ښار سیمه یوه سوداګریزه ساحه ده، چې له څو لسیزو را هیسې په کې خپلسرې آبادۍ شوې وې.
د خبر پر بنسټ اوس د جلال آباد ښاروالۍ دغه ساحه کې خپلسرې آباد ړنګې او د ماسټر پلان د تطبیق پۀ موخه یې له ټرافیکو مدیریت څخه تر اطلاعاتو کلتور ریاست پورې د ۱۴ متره سور او شاوخوا ۵ سوو مترو پۀ اوږدوالی سره دغه لاره د تګ_راتګ پرمخ خلاصه کړه.
د مسوولینو په وینا یاده لار به ډېر ژر د ښاروالۍ له لوری پۀ پاخۀ او اساسی ډول ورغول شی.
د جلال آباد ښار اوسېدونکی له دغو بیارغونو چارو د ترسره کېدو هرکلی کوی.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال آباد ښاروالۍ له لوری د ښار په ټولو ناحیو کې د غصب شویو ملکیتونو د بیا راګرځولو عملی چارې پۀ چټکۍ سره روانې دی.
مسوولین وایی، د ماسټر پلان لۀ مخې به د ښار د پراختیا او انکشاف لپاره خپلو ګړندیو چارو ته دوام ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.