د جلال آباد ښار مهمې څلور لارې په امنیتی کمرو سمبال شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت مرکز جلال آباد ښار مهمې څلور لارې په امنیتی کمرو سمبال او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویلی، له دې چارې یې موخه د جرمونو مخنیوی او  ښار کې د لا ډاډمن  امنیت تامینول دی.

دغه لګول شوې ټول ټال ۱۲۰ امنیتی کمرې دی، چې څار او نظارت یې د امنیې قومندانۍ پرغاړه دی.

دغه ولایت کې اوسېدونکی وګړی، کسبګر او اصناف هم خوښ دی، چې د لا امنیت ټینګښت په موخه مهم ځایونه په امنیتی کمرو سمبال شول.

دغه امنیتی کمرې جلال آباد کې په داسې مهال فعالې شوې، چې د امنیتی مسوولینو په وینا په ټول توان هڅه کوی، چې رامنځته شوې امنیتی فضا همداسې وساتی او د لا ښه والی لپاره یې خپل امکانات په کار واچوی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.