د جلال آباد کې د تورخم له مسافر وړونکو موټرو څخه هره میاشت ۳۱۵ زره افغانۍ په غیر قانونی ډول شخصی جیبونو ته ځی
راپور: ایمل ظاهر
په جلال آباد ښار کې له کلونو را پدېخواه د بېلابېلو سیمو د موټرو د غیر قانونی اډو (تم ځایونو) شتون، پدې کوچنی ښار کې د ګڼې ګوڼې تر څنګ په لوړه کچه د فساد لامل هم شوی.
ګهیځ داسی اسناد موندلی چې ښکاروی د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د کرهنې ریاست ته مخامخ د تورخم په زړه اډه کې، چې اوس یې فعالیت غیر قانونی دی، د اډې منشی هره میاشت له موټر چلوونکونو څخه درې لکه او پنځلس زره افغانۍ په غیر قانونی بڼه تر لاسه کوی.
د جلال آباد- تورخم لویې لارې هغه موټر چلوونکی چې د څلورمې ناحیې له دغه ناقانونه اډې څخه په خپل سر سوارلۍ پورته کوی وایی چې د اډې منشی ترې په ناقانونه توګه په هره پېره کې ۳۰ افغانۍ اخلی او تر هغېوروسته د سوارلۍ پورته کولو اجازه ورکوی.
عمر، اسدالله او ذبیح الله چې په یاده لویه لار لینی موټر چلوی وایی: “مونږ د ګمرک مخې ته نوې اډې ته نه ځو، هلته سوارلۍ نه راځی، ځکه له ښار نه لری ده، بس همدلته په زړه اډه کې د اډې منشی ته د پېرې په سر ۳۰ افغانۍ ورکوو او همدومره بیا د نوې د اډې په مخ کې هم د هغې اډې منشیانو ته چې د سړک په سر ولاړ وی پیسې ورکوو .”
دوی زیاتوی که دواړه ځایه د اډې منشیانو ته پیسې ورنه کړی نو د لینی موټر چلولو اجازه نه ورکول کېږی.
همدارنګه د ننګرهار ولایت د ترانسپورټ ریاست اړوند د ثمرخیلو بندر مدیر سیدالرحمن ګهیځ سره په مرکه ویلی چې د یاد بندر له لارې هره ورځ له درې نیم سوه تر څلور سوو پورې وړې او تیز رفتاره موټر عبور کوی.
بل خوا د ګهیځ موندنې ښکاروی چې د یادې ناقانونه اډې څخه هره ورځ په اوسط ډول، له درې نیم سوه موټرو څخه دېرش افغانۍ اخیستل کېږی چې د یوی ورځې مجموعی عاید یې لس نیم زره افغانۍ او د یوې میاشتې یې درې لکه او پنځلس زره افغانۍ کېږی چې د دولت له خزانې پرته، شخصی جیبونو ته ځې.
ډېره هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په تړاو د تورخم د نوې اډې له قراردادی حاجی آصف عرب نظر واخلو او ترې وپوښتو چې د یوې اډې پرسر ولې له موټر چلوونکو دوه ځایه پیسې اخیستل کېږی، خو نوموړی خبرو ته حاضر نه شو.
د ننګرهار ولایتی شورا هم دا موضوع تائیدوی او پدې برخه کې نه یوازې د اډو منشیان، بلکی اړونده حکومتی مسؤولین او په خاص ډول ولایتی اداره هم په کم کارۍ تورنوی.
د ننګرهار د ولایتی شورا مرستیال اجمل عمر وایی چې ولایتی ادارې سره یې دا ستونزه په کراتو کراتو شریکه کړې خو د وخت ولایتی چارواکو یې د حل او شته فساد د مخنیوی لپاره تشې ژمنې کړې او عملی کړې یې نه دی.
ښاغلی اجمل عمر همدارنگه وایی:” پدې کې شک نشته چې د ناقانونه اډو نه دلته د ډېرو لویو چارواکو جیبونو ته پیسې ځی.”
د ننگرهار د ولایتی شورا مرستیال زیاتوی چې اوس چوکونه په ټېکه ورکول کېږی او دا ستونزه د دوی له خوا څو څو ځله د پخوانیو والیانو سره شریکه شوې، خو هغوی او حتی اوسنۍ اداره پدې اړه یوازې ژمنه کوی او د څو ورځو لپاره دغه غیر قانونی اډې له ښار نه لرې کړی، خو د اجمل عمر په خبره، سبا بیا له چوکونو څخه د اډو په توګه ګټه اخیستل کېږی.
د ننګرهار د ولایتی شورا مرستیال ددې لامل، ددې ډول غیر قانونی اډو په شتون کې د لوړ پوړو چارواکو نغښتې پټې ګټې دی.
بل خوا د دې لویې لارې مسافرین هم منی چې له موټر چلوونکو څخه د لارې پرسر د تورخم اډې په نوم پیسې اخیستل کېږی او وایی له کلونو راهیسی دا چاره دوام لری، خو لا یې هم د مخنیوی لپاره عملی ګامونه ندی اخیستل شوی.
سباوون ساحل چې د شینوارو هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د تورخم ـ جلال آباد په لویه لار تګ راتګ کوی وایی:” پدې خپلو سترګو مو لیدلی چې د تورخم زړه اډه کې هم یو کس ولاړ وی هر موټر چې د سړک په سر سوارلۍ پورته کړی او حرکت وکړی هغوی ترې د اډې لپاره پیسې واخلی، هلته د ګمرک مخ کې هم یو دوه کسان ولاړ وی.”
د ګهیځ خبریال لدې موضوع څخه د ننګرهار ولایتی اداره چې څو څو ځله یې د ناقانونه اډو د مخنیوی خبره کړې، خبره کړه.
د ننګرهار والی ضیاء الحق امرخېل دلته د شته فساد په تړاو نا خبری وښوده او ژمنه یې وکړه چې د یوه پلاوی په ټاکلو به هلته د شته فساد موضوع وڅېړی او معلومات به بېرته د ګهیځ له خبریال سره شریک کړی.
خو له والی سره تر لومړۍ اړېکې نږدې یوه نیمه اوونۍ وروسته د دوهم ځل لپاره د ننګرهار له والی ضیاء الحق امرخېل څخه د یادې موضوع په تړاو د نظر غوښته وکړه، خو والی د خپلو بوختیاو له کبله د نور وخت غوښتنه هم وکړه او و یې ویل چې لا یې هم پدې تړاو معلومات ندې ترلاسه کړی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ولایتی ادارې څو څو ځله په جلال آباد کې د ناقانونه اډو په اړه ژمنه کړې چې له ښار نه به یې لیری کوی، خو دا کار ندی ترسره شوی.
له جلال آباد ښار څخه د ناقانونه اډو د ویستلو په لړ کې له تېرو څو کالو راهیسی په ښار کې د تورخم اډه د ننګرهار ګمرک ته مخامخ یوه سرای ته لېږدول شوې خو د یاد لین موټر چلوونکی، پرته لدې چې له هغه سرای نه د اډې په توګه ګټه پورته کړی، د عمومی سړک پر سر سورلۍ پورته کوی او یوازې د اډې منشی ته د هر موټر په سر شل افغانۍ ورکوی. چې په مجموعی ډول له اډې څخه د ګټې اخیستنې پرته له دې درکه د اډې د قرار دادی اصف عرب منشیان هره میاشت شاوخوا درې نیم لکه افغانۍ ترلاسه کوی.
د یادونې وړ ده چې په جلال آباد ښار کې د ا مهال هم د تورخم اډې په ګډون په ناقانونه ډول څو ځایه د کابل اډه، د چپرهار اډه، د بهسودو اډه، د کامې او ځینو نورو ولسوالیو اډې هم په خپل سری توګه فعالیت کوی چې له کبله یې ښاریان د ښاری نظم له ګډوډېدو څخه شکایت لری.
گهیځ