کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د جنوبی وزیرستان په مکین سیمه کې تېره ورځ د پاکستانی طـ ـالـ ـبانو له لوری د پوځ پر پوستو بریدونو کې ۱۶ تنه پوځیان وژل شوی.
د راپورونو پر اساس د پوځ له لوری ادعا شوې، چې په ځوابی ډزو کې ۸ تنه طالبان هم وژل شوی دی.
پاکستانی رسنیو د وژل شویو پوځیانو په اړه معلومات نشر کړی دی، چې عمرونه یې له ۲۲ کالو څخه تر ۴۱ کلونو پورې دی.
دغو وژل شویو پوځیانو له ۴ کلونو پورته تر ۱۹ کلونو پورې په پوځ کې دندې کړی او د پاکستان د مختلفو سیمو اوسېدونکی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستانی طـ ـالـ ـبانو له لوری پر پوځ بریدونه زیات شوی او وخت په وخت په کې پوځ ته د درنې مرګ – ژوبلې راپورونه ورکول کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ