کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال او په کابل کې د ترکیې د سفیر په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمه کې د سیمنټو تولیدي کارخونې قرارداد لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې به ۷۷ ترکي شرکت په دغې کارخونې ۱۶۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
د دې تړون د لاسلیک پر مهال د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي، د سیمنټو د تولید په برخه کې یې له بېلابېلو شرکتونو سره د ۴۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.
دې مراسمو کې د ترکیې سفیر جنګ اونال دغه پروژه مهمه بللې او خوښي یې ښودلې، چې ترکي پانګوال افغانستان کې پانګونه کوي. نوموړي د دې پروژې پیل افغانستان کې د پانګونې لپاره د نورو ترکي شرکتونو لپاره یوه ښه پیلامه بللې.
د یتیم تاق د سیمنټو فابریکه به تر بشپړېدو وروسته په ورځني ډول ۳زره ټنه سیمنټو د تولید ترڅنګ ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/