د جوزجان یتیم تاق د سیمنټو تولیدی کارخونې تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال او په کابل کې د ترکیې د سفیر په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکی شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمه کې د سیمنټو تولیدی کارخونې قرارداد لاسلیک شو.

د دې هوکړې له مخې به ۷۷ ترکی شرکت په دغې کارخونې ۱۶۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړی.

د دې تړون د لاسلیک پر مهال د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلی، د سیمنټو د تولید په برخه کې یې له بېلابېلو شرکتونو سره د ۴۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړی.

دې مراسمو کې د ترکیې سفیر جنګ اونال دغه پروژه مهمه بللې او خوښی یې ښودلې، چې ترکی پانګوال افغانستان کې پانګونه کوی. نوموړی د دې پروژې پیل افغانستان کې د پانګونې لپاره د نورو ترکی شرکتونو لپاره یوه ښه پیلامه بللې.

د یتیم تاق د سیمنټو فابریکه به تر بشپړېدو وروسته په ورځنی ډول ۳زره ټنه سیمنټو د تولید ترڅنګ ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.