کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایی، بالغې نجونې یواځې د کابل ښار د جومات مدرسو ته له ورتګه منع شوې دی.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د جوماتونو او حسینیو چارو د انسجام عمومی ریاست لخوا یوازې د کابل ښار په هغو جوماتونو کې چې د بالغو نجونو مدرسې په کې وی، د نه ورتللو حکم شوی.
دوی زیاته کړې، د هغو ښځینه دینی مدارسو په اړه چې په جوماتونو کې نه دی، هېڅ څه نه دی ویل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په ښوونیزو کورسونو کې هم د مسوولینو د امر پر اساس د نجونو زده کړه ییز بهیر ډول ځنډول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ