کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان ته تللی دی.
د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسوولینو ویلی، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ دغه لس کسیز پلاوی د ازبکستانی دینی عالم او د دغه هېواد د مسلمانانو ادارې د مشر، مفتی شیخ نورالدین خالق نظر په رسمی بلنه تللی دی.
په پام کې ده چې په دغه سفر کې به د هېواد د علماوو پلاوی د ازبکستان د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دینی مرکزونو د لیدنې سربېره د دغه هېواد د اسلامی بنسټونو له مسوولینو سره هم په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ