کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې خبرتیا کې ویلی، چې ټاکل شوې د روانې سلواغې میاشتې له ۱۶مې تر ۳۰مې د حج لپاره د افغان کډوالو نوملیکنه پیل شی.
په دې خبرتیا کې راغلی، هغه افغان کډوال چې له ایران او پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې مېشت دی او غواړی د روان کال د حج په مراسمو کې برخه واخلی، کولای شی چې د وزارت له ویبپاڼې څخه اړوند فورم ترلاسه کړی.
د وزارت چارواکو ویلی، د نوملیکنې پروسه به په شفاف ډول ترسره شی او ټولو هغو افغانانو ته به د اسانتیاوو برابرولو هڅه وشی، چې د حج فریضې ترسراوی اراده لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ