معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د حسن نـ ـصرالله په اړه اسراییلو ته اطلاعات د ایران یو نفوذي کس ورکړي

د حسن نـ ـصرالله په اړه اسراییلو ته اطلاعات د ایران یو نفوذي کس ورکړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوپاریزین فرانسوې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د لبنان ضاحیه کې د حـ ـزب الله ډلې مخکیني مشر حـ.سن نصر الله په اړه یوه ایراني نفوذي کس اسراییلو ته معلومات ورکړي.

لوپازین د لبنان یوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي، صهیونیستي رژیم ته بیروت سویل ضاحیه کې د حـ.سن نصرالله د شتون په اړه د یوه ایراني نفوذي کس په وسیله یوه ورځ دمخه خبر ورکړل شوی دی.

دغې سرچینې د نوم نه اخېستلو په شرط لوپارزین ورځپاڼې ته ویلي، اسراییلو په ټول توان سره په دغه ځای برید کړی او نه یې غوښتل موخه له لاسه ورکړي.

د حـ ـزب الله مخکینی مشر حـ.سن نصرالله بیروت سویل ضاحیه سیمه کې د هوايي برید پرمهال وژل شوی.

 دا برید په هغه شپږ پوړیزه ودانۍ شوی چې د حـ ـزب الله ډلې مرکزي دفتر په کې فعالیت درلود.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس