کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوپاریزین فرانسوې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د لبنان ضاحیه کې د حـ ـزب الله ډلې مخکینی مشر حـ.سن نصر الله په اړه یوه ایرانی نفوذی کس اسراییلو ته معلومات ورکړی.
لوپازین د لبنان یوې امنیتی سرچینې له قوله ویلی، صهیونیستی رژیم ته بیروت سویل ضاحیه کې د حـ.سن نصرالله د شتون په اړه د یوه ایرانی نفوذی کس په وسیله یوه ورځ دمخه خبر ورکړل شوی دی.
دغې سرچینې د نوم نه اخېستلو په شرط لوپارزین ورځپاڼې ته ویلی، اسراییلو په ټول توان سره په دغه ځای برید کړی او نه یې غوښتل موخه له لاسه ورکړی.
د حـ ـزب الله مخکینی مشر حـ.سن نصرالله بیروت سویل ضاحیه سیمه کې د هوایی برید پرمهال وژل شوی.
دا برید په هغه شپږ پوړیزه ودانۍ شوی چې د حـ ـزب الله ډلې مرکزی دفتر په کې فعالیت درلود.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ