کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۴ مه نېټه)
پداسې حال کې چې اسراییلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د حـ زب الله ډلې هم د اسراییلو په پایتخت تل ابیب کې ځینې نظامي او استخباراتي مرکزونه تر توغندویي برید لاندې نیولي دي.
عربي رسنیو راپور ورکړی چې نن د تلې په څلورمه د لبنان د حـ زب الله ډلې په لومړي ځل د تـ ل ابـ یب پر لور راکټ توغولی او ادعا یې کړې چې د دې راکټ موخه د تـ ل ابـ یب په څنډه کې د موساد جاسوسي سازمان د قوماندې مرکز و.
بل اړخ ته د تلې په څلورمه نېټه مصر، اردن او عراق په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې د لبنان په جنوب کې پراخیدونکې جنګي هڅې غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه به سیمه د یوې بشبړې جګړې پر لور وړاندې بوزي.
د دغه دریو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د ملګرو ملتو سازمان د عمومي اسمبلې د ناستې په څنډه کې د فلسطین او لبنان پر خلاف د اسراییلو پر بریدونو غږیدلي او دد ې جګړې زیاتوالی یې د ټولې سیمې لپاره خطرناک ګڼلی.
هغوی ټینګار کړی چې د تاو تریخ والي پدې څپه کې کمښت پر غزه باندې داسراییلو د بریدونو په دریدلو سره پیلېږي.د بهرنیو چارو دغه درېو وزیرانو پر لبنان باندې اسراییلي بریدونه غندلي او هغه یې د جګړې پر لور د ټولې سیمې د کشولو لپاره پلمه ګڼلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/