کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۴ مه نېټه)
پداسې حال کې چې اسراییلی ځواکونو د لبنان په جنوب کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د حـ زب الله ډلې هم د اسراییلو په پایتخت تل ابیب کې ځینې نظامی او استخباراتی مرکزونه تر توغندویی برید لاندې نیولی دی.
عربی رسنیو راپور ورکړی چې نن د تلې په څلورمه د لبنان د حـ زب الله ډلې په لومړی ځل د تـ ل ابـ یب پر لور راکټ توغولی او ادعا یې کړې چې د دې راکټ موخه د تـ ل ابـ یب په څنډه کې د موساد جاسوسی سازمان د قوماندې مرکز و.
بل اړخ ته د تلې په څلورمه نېټه مصر، اردن او عراق په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې د لبنان په جنوب کې پراخیدونکې جنګی هڅې غندلی او ویلی یې دی چې دا بریدونه به سیمه د یوې بشبړې جګړې پر لور وړاندې بوزی.
د دغه دریو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د ملګرو ملتو سازمان د عمومی اسمبلې د ناستې په څنډه کې د فلسطین او لبنان پر خلاف د اسراییلو پر بریدونو غږیدلی او دد ې جګړې زیاتوالی یې د ټولې سیمې لپاره خطرناک ګڼلی.
هغوی ټینګار کړی چې د تاو تریخ والی پدې څپه کې کمښت پر غزه باندې داسراییلو د بریدونو په دریدلو سره پیلېږی.د بهرنیو چارو دغه درېو وزیرانو پر لبنان باندې اسراییلی بریدونه غندلی او هغه یې د جګړې پر لور د ټولې سیمې د کشولو لپاره پلمه ګڼلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ