معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د حـ ـماس په یو استشهادي برید کې ۸ اسرایيليانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

د حـ ـماس په یو استشهادي برید کې ۸ اسرایيليانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربي رسنیو ویلي، چې د حماس جـ ـهادي غورځنګ یوه فـ ـدايي مـ ـجاهد د اسرایيلي اشغالګرو پر یوه ډله استشهادي برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې ۸ تنو ته مرګ -.ژوبله اوښتې.

د حـ ـماس پوځي څانګې کتـ ـائب الـ ـقسام  الجزیرې خبري چینل ته ویلي، چې په دې پېچلي برید کې د دوی مجاهد یوه اسرایيلي ډله په نښه کړې او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې ورباندې چولي دي.

د دوی له قوله، دغه کس په لومړي سر کې یو اسرایيلي سرتېری او د هغه ملګری په سنېپر برید کې له صفري واټنه وژلي، وروسته یې د اسرایيلي پوځي یونیفورم په تن کړی او د صهيونيانو په شپږ کسيزه ډله کې یې ځان ته چاودنه ورکړې.

په دغه برید کې ځایي ټولو سرتېرو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

دغه برید په جباليا پنډغالي کې ترسره شوی دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم یو مـ ـجاهـ ـد.د صهيونيانو په یوه څلورکسيزه ډله برید کړی و، چې ټول یې وژلي او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس