د حـ ـماس په یو استشهادی برید کې ۸ اسراییلیانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربی رسنیو ویلی، چې د حماس جـ ـهادی غورځنګ یوه فـ ـدایی مـ ـجاهد د اسراییلی اشغالګرو پر یوه ډله استشهادی برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې ۸ تنو ته مرګ -.ژوبله اوښتې.

د حـ ـماس پوځی څانګې کتـ ـائب الـ ـقسام  الجزیرې خبری چینل ته ویلی، چې په دې پېچلی برید کې د دوی مجاهد یوه اسراییلی ډله په نښه کړې او په ځان پورې تړلی چاودېدونکی توکی یې ورباندې چولی دی.

د دوی له قوله، دغه کس په لومړی سر کې یو اسراییلی سرتېری او د هغه ملګری په سنېپر برید کې له صفری واټنه وژلی، وروسته یې د اسراییلی پوځی یونیفورم په تن کړی او د صهیونیانو په شپږ کسیزه ډله کې یې ځان ته چاودنه ورکړې.

په دغه برید کې ځایی ټولو سرتېرو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

دغه برید په جبالیا پنډغالی کې ترسره شوی دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم یو مـ ـجاهـ ـد.د صهیونیانو په یوه څلورکسیزه ډله برید کړی و، چې ټول یې وژلی او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.