کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ ـاس یوه چارواکی سمیع ابو زهری له لخوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د غزې د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره امریکا د ترسره کېدونکو ټولو هڅو مخه نیسی.
د خبرپاڼې له مخې اسراییل او امریکا د اوربند د موافقې د نهایی کولو لپاره د ټولو هڅو پر وړاندې خنډ جوړوی.
خبرپاڼه کې نوموړی ویلی، چې اسراییل لا له وړاندې شویو تړونونو او مادو ته ژمنه نه ده پاتې شوې او ترې په شا شوی دی.
د نوموړی په خبره، واشنګټن هڅه کوی چې په سیمه کې د اسراییل پر ضد د هر ډول اقدام مخه ونیسی.
خبرپاڼه کې د اوربند موافقې ته د رسېدو احتمال یو فرېب بلل شوی او اندېښنه څرګنده شوې، چې دوی د یوه ریښتینی تړون یا خبرو اترو سره نه؛ بلکې د امریکا د غوښتنو د پلی کېدو سره مخامخ دی.
په ورته وخت کې د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې سلګونه لاریونوالو په غزه کې د اسراییلو د روانو پوځی عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.
دوی پر حکومت نیوکه وکړه چې د اسراییلو د کړنو پر وړاندې یې تر اوسه غږ نه دی پورته کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ