معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د حوثي وسله والو په بریدونو کې ۹ یمنیان وژل شوي

د حوثي وسله والو په بریدونو کې ۹ یمنیان وژل شوي

شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: د یمن سوېلي انتقالي شورا خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېل کې د حوثي وسله والو په برید کې ۹ ولسي او دولتي کسان وژل شوي دي.
د اناتولیا خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حوثي سله والو تېره شپه د یمن په سوېلي ولایت لحج کې د کرش شمالي سیمه راکټي بریدونه کړي.
د خبرپاڼې په وینا په دې بریدونو کې ۵ ولسي وګړي او ۴ تنه نور دولتي پوځیان وژل شوي دي.
حوثیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۴ زېږدیز کال له سپټمبر راهیسې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي وسله وال د صنعا په ګډون د یمن د پلازمېنې ځینې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستي.
ها خوا د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ له میاشتې را پدېخوا له یمن څخه د ملاتړ په موخه د حوثي ملېشې پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړي دي.
د یمن په دغو جګړو کې په دې وروستیو کلونو کې تر دا مهاله ۳۷۷ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس