شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: د یمن سوېلی انتقالی شورا خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېل کې د حوثی وسله والو په برید کې ۹ ولسی او دولتی کسان وژل شوی دی.
د اناتولیا خبری اژانس د رپوټ له مخې، دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې حوثی سله والو تېره شپه د یمن په سوېلی ولایت لحج کې د کرش شمالی سیمه راکټی بریدونه کړی.
د خبرپاڼې په وینا په دې بریدونو کې ۵ ولسی وګړی او ۴ تنه نور دولتی پوځیان وژل شوی دی.
حوثیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۴ زېږدیز کال له سپټمبر راهیسې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثی وسله وال د صنعا په ګډون د یمن د پلازمېنې ځینې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستی.
ها خوا د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافی ځواکونو د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ له میاشتې را پدېخوا له یمن څخه د ملاتړ په موخه د حوثی ملېشې پر وړاندې پوځی عملیات پیل کړی دی.
د یمن په دغو جګړو کې په دې وروستیو کلونو کې تر دا مهاله ۳۷۷ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
گهیځ