کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له ازبکستانی پلاوی سره په کتنه کې د سوداګریزو توکو د راکړې – ورکړې کنفرانس، د محصولاتی نندارتونونو او د دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او په تاشکند ښار کې د افغانستان د تولیداتو په اړه خبرې – اترې کړې دی.
د خبر پر بنسټ یاد وزارت ویلی، په دې کتنه کې د حیرتان بندر ۲۴ ساعته خدمتونو په اړه هوکړه شوې او ټاکل شوې د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته شپه – ورځ د سوداګرو لپاره پکې خدمات وړاندې شی.
نورالدین عزیزی همدا راز ویلی، افغانستان له ازبکستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو دی، چې د دواړو هېوادونو د مشابه تولیداتو په پام کې نیولو سره په مرکزی او جنوبی آسیا او نورو هېوادونو کې د نویو بازارونو موندنې لپاره ګډې هڅې وکړی.
بلخوا د ازبکستان پلاوی په دې کتنه کې ویلی، هېواد یې په ۲۰۲۴ کال کې د ښې همکارۍ له مخې د ازبکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټی توکو په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره تخفیف په پام کې نیولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ