کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تدارکاتو په ملي کمېسیون کې د حيرتان – مزارشريف د رېل پټلۍ بیارغول او غير ریلي تاسیساتو پروژو قراردادونه منظور شول.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د دې پروژو د منظورۍ ترڅنګ د ۱۱ نورو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ نورو پروژو تعدیل شول.
په دې تړاو اقتصادي معاونیت ویلي، د دغو پروژو ټول لګښت لس ميليارده افغانۍ اټکل شوى، چې د افغان حکومت له بودیجې ورکول کيږي.
دغو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز پوهنتونونو د لیلیې د پاتې کارونو بشپړول، د کندهار د نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، فاریاب ولایت کې د ۲۵ کیلومتره سړک اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، د دغو پروژو په پلي كېدو سره به د هېواد په بېلابیلو برخو کې ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/