کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تدارکاتو په ملی کمېسیون کې د حیرتان – مزارشریف د رېل پټلۍ بیارغول او غیر ریلی تاسیساتو پروژو قراردادونه منظور شول.
د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت ویلی، د دې پروژو د منظورۍ ترڅنګ د ۱۱ نورو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ نورو پروژو تعدیل شول.
په دې تړاو اقتصادی معاونیت ویلی، د دغو پروژو ټول لګښت لس میلیارده افغانۍ اټکل شوى، چې د افغان حکومت له بودیجې ورکول کیږی.
دغو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز پوهنتونونو د لیلیې د پاتې کارونو بشپړول، د کندهار د نړیوال هوایی ډګر بیارغونه، فاریاب ولایت کې د ۲۵ کیلومتره سړک اساسی جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دی.
اقتصادی معاونیت ویلی، د دغو پروژو په پلی کېدو سره به د هېواد په بېلابیلو برخو کې ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ