کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۱مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس د فاریاب او بلخ ولایتونو د سوداګرو له استازو سره په کتنه کې ویلی، چې هڅه کوی په روان مالی کال کې د حېرتان – مزارشریف نایب آباد او (port5) ستېشنونو ته پراختیا ورکړی، څو ورسره سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې برابرې او د سوداګریزو توکو د انتقالاتو کچه هم لوړه شی.
په غونډه کې د یادو ولایتونو د سوداګرو استازو د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلی یې دی چې دوی چمتو دی، څو د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې د پانګونې له لارې برخه واخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ