د خبریالانو سره د زور زیاتی پر وړاندې د معافیت ختمولو ورځ؛ یوناما ادعا کړې چې په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دی

نن چهارشنبه د لړم ۱۱مه
کابل/ګهیځ: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې په دغه هېواد کې رسنۍ له خطر سره مخ دی.
نن د نوامبر دوهمه ورځ له ژورنالېستانو سره د تشدد او تاوتریخوالی پر وړاندې د معافیت له منځه وړو له ورځې سره برابره ده.
د یوناما دفتر زیاته کړې چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دی او د خبریالانو د خوندیتوب او د معافیت د پایته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر وایی، د ۲۰۲۱ له اګسټ میاشتې را پدېخوا دوی د خبریالانو پر وړاندې له بشری حقونو د سرغړونو تر ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دی.
د جمهوریت تر ړنګېدو د مخه خبریالان د ناپېژاندو ډلو لخوا د هدفی وژنو ښکار وو.
که څه هم د اوسنی نظام تر واکمنېدو را وروسته د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې پېښې کمې شوې، خو حاکم نظام پر خبریالانو او رسنیو پراخ بندیزونه لګولی، چې د دوی د ځواکونو لخوا د خبریالانو نیول، شکنجه کول او وېرول پکې شامل دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.