د خصوصی پوهنتونونو ټولنې د روانو تحصیلی بندیزونو له امله د خپل سخت راتلونکی خبرداری ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د افغانستان د خصوصی پوهنتونونو ټولنې ویلی، د سرپراست افغان حکومت له لوری په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندېز له امله د خصوصی پوهنتونونو کابو ۶ زره کارکوونکی له دندو ګوښه شوی او نږدې ۴۰ پوهنتونونه د تړل کېدو پړاو ته نږدې شوی.
دغې ټولنې زیاته کړې، د سرپرست افغان حکومت له لوری پر ښځینه وو د پوهنتونی زده کړو تر بندیز وروسته تر ۷۰ زرو پورې ښځینه محصلانې له زده کړو محرومې شوی دی.
د یادې ټولنې مطبوعاتی مسوولینو ویلی، که چېرې د خصوصی پوهنتونونو او تحصیلی بنسټونو پر وړاندې ستونزې دوام وکړی، د افغانستان شل کلنې تحصیلی لاسته راوړنې به له منځه لاړې شی.
د خصوصی پوهنتونونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۴۰ خصوصی پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوی.
دغه ټولنه وایی په دغو تعلیمی ادارو کې شاوخوا یو لکو او ۳۰ زره هلکانو او ۷۰ زره نجونو زده کړې ترسره کولې او د دې ترڅنګ په دغو تعلیمی ادارو کې د علمی کدرونو په ګډون شاوخوا شل زره تنو ته د دندو زمینه برابره شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.