د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په ژورې خواشینۍ خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان نامتو دینی عالم، لیکوال او ژباړن څېړنوال زین الله منلی د ورپېښې ناروغۍ له امله له فانی نړۍ سترګې پټې کړې دی.
انا لله وانا الیه راجعون
ارواښاد استاذ زین الله منلی په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې زېږېدلی ؤ، لومړنۍ زده کړې یې د خپلې سیمې په جوماتونو کې ترسره کړې او بیا د ننګرهار د هډې له نجم المدارس څخه فارغ شو.
نوموړی خدای بښلی خپله لومړۍ دنده د هغه وخت د پښتو ټولنې د ادبیاتو په مدیریت کې پیل کړه چې بیا وروسته یې د افغانستان د قضایی سیسټم په بېلابېلو برخو او د پوهنې وزارت په ځینو برخو کې دندې ترسره کړې او څه موده یې د ابوحنیفه په دینی مدرسه کې د استاذۍ دنده درلوده. همدارنګه خدای بښلی د پښتو ټولنې د تدریساتو د عمومی مدیریت او همدارنګه د کابل مجلې د مرستیال دندې هم ترسره کړې دی.
مرحوم استاذ زین الله منلی. په دینی، ادبی، تاریخی او ټولنیزو برخو کې ګڼ آثار لیکلی یا یې ژباړلی، چې چاپ شوی هم دی او په لسګونو نور، ناچاپ اثار هم لری.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې اداره او مشرتابه پلاوی، په داسې حال کې چې د مرحوم استاذ زین الله منلی مړینه د افغانستان د لیکوالو او ژباړنو په صف کې یوه لویه تشه ګڼی، نوموړی ته له الله پاک نه مغفرت او جنت الفردوس او پاتې کورنۍ او په تېره بیا د نوموړی زوی استاذ نجیب الله منلی ته صبر او اجر غواړی.
گهیځ