کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، چې تېره ورځ یې د ایران د اوسپنې پټلۍ له کنسرسیوم سره د خواف – هرات رېل پټلۍ د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ.
یادې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې ایران به د هوکړې پر بنسټ له دې لارې په لومړی کال کې ۱۰۰ زره ټنه توکی لېږدوی او دا کچه به هر کال ۱۰۰ زره ټنه نوره هم زیاتوی.
د تړون لاسلیک په دغه غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر ویلی، چې د خواف – هرات څلورمې ټوټې لومړی فاز د جوړېدو چارې به هم راتلونکې اونۍ پیل شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ