د خواف-هرات رېل پټلۍ رغنیزې چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ اداره تر راتلونکو دوو میاشتو د خواف-هرات رېل پټلۍ پروژې له بشپړېدو خبر ورکړی.
دغې ادارې ویلی، د یادې پټلۍ رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دی، چې په دوه میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخستنې ته چمتو شی.
د اوسپڼۍ پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، ایران ژمنه کړې چې ډېر ژر به له دغې لارې انتقالات پیل کړی.
دا په داسې حال کې ده، تېره اونۍ د هېواد د اورګاډی د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوی دی او په دې انتقالاتو کې یوازې ۳۳۷ ټنه بهر ته صادرات او پاتې ټول د نفتی او غیرنفتی موادو په ګډون واردات شامل دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.