کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې خوست او پکتیکا ولایتونو کې مېشتو ولسونو د یوه پراخ لاریون له لارې د ډیورنډ فرضی کرښې بلې غاړې ته د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پر پټنځایونو د افغان ځواکونو انتقامی بریدونه وستایل.
لاریونوالو په برمل کې د پاکستانی ځواکونو له لوری پر ملکی وګړو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف او بشری ضد کړنې وبللې.
لاریونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د پاکستان پر حکومت سیاسی او اقتصادی بندیزونه ولګوی او د دې هېواد دوه مخی سیاست ته د پای ټکی کېږدی.
دغه لاریونونه په داسې حال کې ترسره شو، چې تېره ورځ سهار افغان ځواکونو د ډیورنډ فرضی کرښې بلې غاړې ته درانه انتقامی بریدونه وکړل.
د ملی دفاع وزارت ویلی، دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول، چې څو ورځې وړاندې پاکستانی ځواکونو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې په هوایی بریدونو کې ملکی وګړی په نښه کړل.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ