د خوست ولسونو د ولور پر کمولو هوکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۷ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د خوست د تریزو او علیشېرو ولسوالۍ اړوند د تریزیو سیمې قومی مشرانو، ځوانانو او دینی عالمانو پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته به د نجلۍ ولور ۲۵۰ زره افغانۍ وی.

دوی د دغې پرېکړې عملی پیل د سیمې د یو ځوان او پېغلې په شرعی نکاح سره وکړ، چې ولور یې ۲۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوی و.

دوی ویلی، چې نجلۍ ته به د یادو روپیو ترڅنګ درې تولې عربی زر هم ورکوی.

د تریزیو سیمې مشرانو ویلی، د دوی په سیمه کې هم د نورو قومونو په څېر د خور او لور ولور تر یو میلیون افغانیو پورې و، چې زیات شمېر خلکو ورته زړه نه شو ښه کولی.

په خوست کې تر دې وړاندې هم ځینو نورو سیمو کې د کم ولور تړونونه شوی وو، خو د وخت په تېریدو سره بېرته له پامه غورځول شوی او اوس هم له خلکو سره د دغو تړونونو د نه عملی کېدو اندېښنه موجوده ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.