کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ځاځی میدان ولسوالۍ د پالوڅو سیمې ته څېرمه د ډیورنډ فرضی کرښې پر اوږدو د افغان او پاکستانی پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
ځایی سرچینو ویلی، چې نښته د شپې ۱۲ بجې پیل شوې، چې د سهار تر لمر څرک پورې د دواړو غاړو ترمنځ ډزې تبادله کېدې.
یوې سرچینې ګهیځ نیوز ته ویلی، چې نښتو کې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل شوی دی.
پاکستانی لور ته بیا سرچینو ویلی، چې خوست او پکتیکا کې د دوی جیټ الوتکو ځینې ځایونو باندې بمباردونه ترسره کړی دی.
تر اوسه د دغې نښتې له امله د مرګ – ژوبلې او نورو جزییاتو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویل شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ