د خوست په یوه هوټل کې چاودنې درې وزیرستانی کډوال وژلی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۳ مه نېټه):
د هېواد په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د حکومت سیمه ییز چارواکی وایی چې په یوه هوټل کې د چاودنې له امله درې وزیرستانی کډوال وژل شوی او یوشمېر ځایی اوسېدونکی ژوبل شوی دی.
د خوست د والی د ویاند رسنیو ته ویلی دی چې چاودنه نن دوشنبه تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د خوست په ښار کې له سپین جومات سره نژدې په یوه هوټل کې را مینځته شوې ده.
د خوست د والی و یاند همدا راز زیاتوی چې مرستندویه کارکوونکو د پېښې اوه تنه ټپیان د خوست روغتونونو ته انتقال کړی دی.
که څه هم د خوست د والی ویاند د چاودنې د څرنګوالی او پکې د وژل شویو د هویت په اړه څه نه دی ویلی خو ځایی خلک بیا رسنیو ته وایی چې په دغه هوټل کې “پاکستانی کډوال ” اوسېدل.
عینی شاهدانو همدا رنګه رسنیو ته ویلی چې د پېښې ځای ته شاوخوا امبولانسونو تګ راتګ کولو او ښایی د مرګ ژوبلې کچه لوړه وی.
دا هم ویل کېږی چې حکومتی مسوولینو د پېښې شاوخوا سیمه تړلې او خلکو او خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.