معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوست کې د ښاروالۍ له لوري ۱۲ ټنه تاریخ تېره توکي وسوځول شول

د خوست کې د ښاروالۍ له لوري ۱۲ ټنه تاریخ تېره توکي وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن سه شنبه د خوست ښاروالۍ له لورې شاواخوا ۱۲ ټنه تاریخ تېره توکي وسوځول شول.
دغه په تاریخ تېره او بې کېفیته مواد د مارکېټونو تنظیم مدیریت عملې له لوري د نږدې یوې میاشتې په موده کې د ښار له مختلفو ناحیو له دوکانونو څخه راټول شوي وو، چې نن د ټاکل شوي هیئت او د رسنیو استازو په شتون کې وسوځول شول. د ښاروالۍ ادارې د دغو توکو د سوځولو پرمهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او ترڅنګ یې د کاروباریانو څخه غوښتنه کوي، چې د اسلامي او ملي رسالت په پام کې نیولو سره دې د دغه ډول بې کېفیته او تاریخ تېرو توکو له خرڅلاوه ډډه وکړي، کنه د دوی په وینا راتلونکې کې به د جدي قانوني برخورد سره مخ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس