د خوست کې د ښاروالۍ له لوری ۱۲ ټنه تاریخ تېره توکی وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن سه شنبه د خوست ښاروالۍ له لورې شاواخوا ۱۲ ټنه تاریخ تېره توکی وسوځول شول.
دغه په تاریخ تېره او بې کېفیته مواد د مارکېټونو تنظیم مدیریت عملې له لوری د نږدې یوې میاشتې په موده کې د ښار له مختلفو ناحیو له دوکانونو څخه راټول شوی وو، چې نن د ټاکل شوی هیئت او د رسنیو استازو په شتون کې وسوځول شول. د ښاروالۍ ادارې د دغو توکو د سوځولو پرمهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لری او ترڅنګ یې د کاروباریانو څخه غوښتنه کوی، چې د اسلامی او ملی رسالت په پام کې نیولو سره دې د دغه ډول بې کېفیته او تاریخ تېرو توکو له خرڅلاوه ډډه وکړی، کنه د دوی په وینا راتلونکې کې به د جدی قانونی برخورد سره مخ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.