د خوړو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د دې ژمی تر پایه له ۱۵ میلیونه ډېرو افغانانو ته د خوراکی توکو مرستې رسوی

د خوړو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د دې ژمی تر پایه له ۱۵ میلیونه ډېرو افغانانو ته د خوراکی توکو مرستې رسوی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ژمنه کوی چې د ژمی تر پایه به له څه باندې ۱۵ میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې د خوراکی توکو مرستې وکړی.

په افغانستان کې د ډبلیو ایف پی ویاند وحید الله امانی رسنیو ته ویلی: “د خوراکی توکو په دغو مرستو کې د ۱۵۰ زره ټنه شاوخوا د خوراکی موادو ذخیره کول په هغو لرې پرتو سیمو کې شامل دی چې د ژمی په موسم کې یې لارې بندېږی.”

دا په داسې حال کې ده، چې نن د اکټوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د راپورونو له مخې تر ۱۹ میلیونه ډېر کسان بشپړ خواړه نه لری او ۶ میلیونه افغانان د قحطۍ له څپې سره مخ دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.