کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، د ښځو پر کار او زده کړو د بندیزونو له دوام سره_سره په افغانستان کې خپلو چارو ته دوام ورکوی.
د یاد پروګرام د افغانستان د څانګې مشر برلین ته د سفر پر مهال ویلی چې دغه سازمان له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لری.
د هغه په وینا، بشری مرستې د ښځو، ماشومانو او معلولینو په ګډون د ډېرو زیانمنو شویو خلکو لپاره حیاتی ارزښت لری.
نوموړی همدا راز د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ویلی، چې په تېر یو نیم کال کې په دغه هېواد کې بشری ناورین شدت موندلی دی. د نوموړی په خبره، که څه هم په افغانستان کې د بشری مرستو له لارې د قحطۍ مخه نیول شوې، خو لا هم میلیونونه افغانان د خوراکی توکو له نه خوندیتوب سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ